back next
   
   

 

 
 

 

 

 

پیام دل ـ د زړه پیغام

دمولانا المعظم حضرت شاه مقصود صادق عنقا اثر

د بینا بینایې د ژوند د سایو سیل کوونکی دی او لکه یو ځلیدونکی او نورانی او ثابت برق ستا په زړه کی بیله بیری او نقصان څخه ځلیږی. ددماغ اندیښی دزړه په حیاتی عقده باندی ثابته ودروه ، که ونه لرزیدی ستا د ژوند هویت به وپیژندل سی.
که ستا ددماغ اندیښی په کمزورو امورو اخته سول او په غفلت سره یې د حواسوسره مشغول سوه ، هغه دی چی دل به د خدای د فرمان څخه سر وغړوی او د ژوند د سرنوشت په ډبره به ستا تلونکی پښه درماته کړی.

هدایت ددماغ ، حواسو ، زړه او طبعیت په یوالی کی دی ، اود نفسو ګمراهی ددغو څلورو په خرابی او نسکوریدو کی .

قواوی د مځکی څخه راوګرځوه اود حیاتی عقده په ځای کی یې متمرکزه کړه . تر څو ستا لاسته راوړنی بی زواله سی او وجود دی په اعتدال کی ژوند وکړی او ابدیت وپیژنی..

هغه وخت چی د حواسو قواوی یو ځای ستا د زړه کورته رسیږی اود بیرته راګرځیدو هیله نلری خپل ځان به وموندی. ځکه چی ستا پیکره د ژوند د ادامی د پاره د حیاتی عقده څخه نمو کړیده ، نو خپل صورت به ووینی. هر الوتونکی د شپی د خوا خپلی ځالګی ته راځی او هلته ساه اچوی او ارامیږی ، ته هم خپلی پاشلی قواوی په حواسو کی خپل کورته ورسوه او هلته دوی کراره او را ټول یې کړه او خپله نورانی پیکره پداسی یو صورت سره را څرګنده کړه

چی که ستا د وجود په عنصر جاویده روح ننوتله نو د مرګ د محیط څخه به راووځی

د زړه فتحه د روح په هم آهنګی د وجود د نوامیسو سره په اعتدال کی ده .

د زړه نهال په ولایت سره پیوند کړه چی مظهر یې په حیاتی عقده کی دی ، تر څو د عدالت وڼه(درخته) ستا په وجود کی بار ونیسی او ثمر وکړی او ستا هستی احاطه کړی.