کور
دعرفان اوسنی استاد
مکتب طریقت اویسی شاه مقصودی ®
دعرفان تېرو استاد تعليمونو د
عرفان اوسنی استاد تعليمونو د
ير لوستل

بیان وادی فقر

عطّار

یوه شپه پروانی سولی راټولی
چی زده د شمع دنور حقیقت کړی

پریکړه وسوله چی یوه ددوی څخه ولاړه سی د باندی
تر څو راوړی دوی ته یو خبر د وړانګی

یوه پروانه سوه تر قصره پوری لیری
ومونده یې د شمع نور د قصر په فضا کی

دا راوګرځیدله چی خبر کړی نوری
چی وروښی د خپلی پوهی مقدار نوری

ددوی مشر سو پیدا په دغه غونډه کی
ویې وویل چی دی نه لری خبر په شمعه کی

یوه پروانه سوه په شتاب
کښیناستله د باندی ددروازی تر شاه

وواهه یې خپل ځان د اوره څخه
په وزرو وهلو سره په رڼا کی

او راوګرځیدله چی ورکړی شرحه د وصال څخه
او ووایې دا راز چی دا دومره په پوهیږی

مشر ورته وویل چی ته نه لری ای ګرانه دا نښان
کوم چی راڅرګنده کړی د شمع رڼا بیرته

بله پروانه سوله را پورته په مستی سره
ویې کړی پرواز پر اور په شور ماشور سره

وغورځیدله او په حال کی د مستی سره
دوی دواړه ، اور او دا سره ګډ سولل

د اور لمبه ونیوله ددی سر،وزر او بدن
سوله ددی ټول وجود په سور انګار سره

کوم وخت چی ولیدله دا مشر دا صحنه
چی ورکه دا پروانه پدی شعاع کی

ده وویل چی دی پوهیږی په حقیقت په کو م پسی موږ ګرځو
دا حقیقت دی چی موږ یی په باره کی نسو ږغیدلای

تر ټول تر شا باید پیدا دا حقیقت سی
کوم چی کړی مملو دغه ذهن ستا

څوک څه پوهیږی چی د ا خبر داره دی او که نه
تر هغه پوری چی جسم او جان بی خبر نه سی

نو به هیڅکله به د جانان څخه خبر نه سی
ځکه یو وریښته به تا وغورځوی او ورک

هیڅوک به نسی پاته دلته پر دی ځای
تر څو ورک نسی دا معدوده هویت ستا دلته