back next
   
   

 

 
 

 

 

 

د رومیانو او چینایانو د سیالی قصه د نقاشی او رسامی په نړی کی

د مولانا جلال الدین محمد رومی مثنوی- لومړی دفتر

چینایانو وویل :موږ ښه نقاشان ی 
  رومیانو :موږ حمله کوونکی او فراری یوّ

سلطان وویل چی زه امتحان کوم
       چی ستاسی دکوم یوه خبره رښتیا ده

د چین او روم خلک چی حاضرسول 
     رومیان چپ پاتی سول


چینایانو وویل: یو کورئی  
   زموږخاص او یو ئی هم ستاسی

دوی کوټی مخ په مخ  
     یوه خوا د رومی او بله د چینی

چینایانو سل رنگه وغوښتل
   هغه ارجمند هم خلاصه خپله خزانه کړه

هریو ه د خزانی څخه رنگونه واخیستل
     وه برخه د چینایانو لویه د قسمته

رومیانو وویل :موږ رنگ نه غواړو او نه نقش 
     یواځی د زنگ په پاکولو سره سی کار تمام

دروازه ئی وتړل او صیقل ئی پیل کړ
  لکه اسمان پاک او صفاه سول

ددوو سوو رنگو څخه بی رنگی ده 
     رنگ لکه وریځ ده اوبی رنگی لکه غبار

هرتاب او رنگ چی وریځ کی وینی
       هغه د سترو،سپوږمی او لمر دی

چینایان چی د کاره خلاص سول 
     د خوشحالی څخه ئی ډولونه وهل

پاچاه راننوت او ولیدل دا نقشونه  
 هغه د عقل او فکره څخه وتلی ښکلی وه

د هغه وروسته راغلی ورومیانو ته
        پورته ئی پرده د منځه کړه

د هغو کارونو عکس او تصویر
       ومښتل پر دی صاف سوی دیوار باندی

هر شی چی ئی دلته ولید بهتره معلومیده
      ښکلا ئی زړه وړونکی وه ددی کور

رومیان هغه صوفیان دی ای پلاره 
     بیله تکراره بیله کتابه او هنره

ولی صیقل کړی هغه ځیگرونه
      پاک کړی هغوی د بغز،حرص او بخیلتوب او دښمنی

دا صفائی د زړه وړ صفائی ده
     چی دا بی حسابه نقشونه قبلوی

بی صورته صورت چی بی حده غیب
    د زړه د هنداره ئی جوړ کړی موسی ته جیب

که څه هم هغه صورت په اسمان کی نه ځایږی
       ځایږی نه په عرش نه په فرش نه په دریاب او نه په ماهی کی

ځکه دا ټول معدود دی معدود
      د زړه هنداره نه لری حدود

عقل دلته چپ پاتی او یا خطاوتی
  یا دا چی د هغه سره زړه او خپله هغه زړه دی

د هر نقش عکس تر ابده نه ځلیږی 
 یواځی د زړه دا په حساب او بی حسابه

ترابده نوی نوی صورت اخلی 
    راولی پده کی بی حجابی
د صیقل اهل پاک د بوی او رنگه 
        هر گړی وینی ښه والی بی درنگه
د علم قشر او نقش ئی پریښود
        عین الیقین بیرغ ئی پورته کړ
فکر ولاړی او روښنائی ئی پیدا کړه
     مځکه او بحر سره آشنا سول
هیڅوک نه بریالی کیږی ددوی پر زړو 
       بی صدفه سول دوی ډک د گهره
چی فقه او نحوه ئی پریښوده 
  ولی د فقر او محوه لاره ئی ونیوله
تر څو د اتو جنتو نقش سته 
      لوح د زړو لوح دا قبوله ده

سل نښانه لری محوه او مطلق دی  
  څه نښان ؟ بلکه عین دحق لیدل دی