|
|
||||||
|
|
|
|||||
|
|
شریعت، طریقت، حقیقت
په عرفان کی د پیغامبرانو ښوونی په دریو مرتبو سره په لاندی ډول تشریح سویدی: لومړی مرتبه شریعت ده چی قانونه او سنت پکښی شامل دی . عرفا وو ، تصوف او یا عرفان د مرتبو له مخی په شریعت ( د اسلام قانونه ) ، طریقت ( باطنی تگ) او په اخیرکی حقیقت ( دحق سره تړل ) توصیف کړی دی .عرفان په اصل کی تزکیه ، اخلاص او صافی کول په ټولو مرتبو کی د حقیقت د کشفولو په خاطر د ځان سره لری ، چی لومړی د نفس تزکیه د دنیائی او مذمومو صفاتو څخه او بیا د اړیکو او انسانی صفاتو نفی کول او په پای کی اوچتیدل او د الهی تجلیاتو کشفول دی . مولانا جلالالدین علی میر ابوالفضل عنقا په خپلو آثارو کی د شیخ نجم الدین کبری څخه داسی روایت کوی: " تصوف پر دریو مرتبو دی : شریعت ، طریقت او حقیقت او ویلی ئی دی چی شریعت لکه بیړی او طریقت لکه دریاب او حقیقت لکه دور. نوکه هر څوک دور غواړی نو باید په بیړی سپور سی او په دریاب کی به ځی او دور ته به رسیږی " اووائی: " طهارت او پاکی په شریعت کی په اوبو سره کیږی او په حقیقت کی د نفس خالی کول د آرزوگانو څخه ، او لمونځ په طریقت کی د موجودیتونو څخه په جلا کیدو او رحمان ته په پوره توجه سره د مناجاتو په لذتونو کی ډوبیدل په هر وخت او ځای کی دی. د شریعت حقیقت په معنی کی ویل سویدی، چی شریعت د حق بندگی ده او حقیقت د حق لیدنه ده . " ایمان په زړه کی په نورانی ټکی موندل کیږی او هرڅومره چی ایمان ډیر سی هغه ټکی هم ډیریږی." او داټکی د آدم په زړه کی ژوندی غوټه ده چی د اذلی علم مرکز دی . .3 لمونځ په لغت کی ددعا په معنی دی او د خدای تعالی سره د تقرب ( نژدیوالی ) له کبله اقامت کیږی . لمونځ ددغودریو خصلتونو جمعت دی . لکه څنگه چی امیر المومینین علی (ع) فرمائی: " شریعت د حق بندگی په حق، طریقت په حق حضور په حق او حقیقت د حق لیدنه په حق ده." امام جعفر صادق (ع) فرمایلی دی: " لمونځ خدمت ، قربت او وصلت دی . خدمت همهغه شریعت دی او قربت همهغه طریقت او وصلت هم هغه حقیقت دی . په اصل کی ټول احکام دا دری مرتبی د ځان سره لری . د مثال په ډول: " صوم ( روژه ) په شریعت کی د خوړولو او څښیلو او نورو غیرو په امساک ده او په طریقت کی د او هامو د رب الانام په محبت د اشغال په امساک " " او حج په شریعت کی د بیت الله زیارت دی او په طریقت کی د الله تعالی د تجلیاتو زیارت او په حقیقت کی په الله کی فناه د ه . حج هم هغه د بیت ( کور) زیارت د ی او د خدای د مردانو (میړنو)حج د کور د څښتن زیارت دی ." .'4 هغه وخت چی سالک د هر شی ذکر چی تیر سو رعایت وکړی نو د خپل سینی و شرحه ته رسیدلی دی او د عباداتو او طاعاتو ژبی او بدن اطوار د ملکوتو په نور سره تقویت کیږی او خدای تعالی فرمایلی دی: الله ولی الذین آمنوا یخرجهم من الظّّلمات الی النّور سورۀ بقره (2) آیۀ 257 - ( خدای د مومنانو ولی دی او دوی د تاریکیو څخه وروښنائی ته راهنمائی کوی) کوی او د هغه د اخلاص په حکم د زړه حکمت ئی پر ژبه باندی جاری کوی او د صفاتو تجلیات په عیانو باندی وینی . هر وخت چی خدای د بنده خیر وغواړی نو ئی د زړه سترگی ورخلاصی کړی او په سلو ک کی ئی و جذبی ته ورسوی او د رحمت نسیم پر ده باندی ملحق کړی او په ذاتی کراماتو سره دده مرستندوی سی..'5 حضرت شاه مقصود همدارنگه فرمایلی دی: هغه څه چی د زړه پر ژبه باندی راغله هغه می پر ورقه باندی رسم کړه او څه ښه چی زړه صاف کړی او د حق سر ووائی، بله خبره لرم او بل مقصد ولی د اوریدلو د پاره ئی بل غوږ او بل هوښ غواړم . د مجاهده بنده آماده گی لازمه ده او د خدای تعالی څخه ارشاد او هدایت ماتوفیقی الابالله والله المستعان و علیه التکلان.6
1 Annemarie Schimmel, Mystical Dimensions of Islam,(University of North Carolina Press,1975) p.16 2 Hazrat Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Rasa’el-Purification and Enlightenment of the Hearts, (M.T.O. Shahmaghsoudi Publication, Tehran, 1975) p.4
|
|||||
|
||||||
